دخواخوږۍ پیغام
 مشعل مشعل

  په خواشینی سره خبرشوو چه په ولسی جرګه کی دپکتیا ولایت استازی شاغلی فضل الرحمان څمکنۍ  دغویی داتمی د کلیزی په مراسمو باندی دتروریستی حملی په ترڅ کی  شهید شو . روح دی ښاد وی .  خدای بخښلی فضل الرحمان څمکنۍ ، دپکتیا ولایت دڅکمنیودولسوالۍ اوسیدونکی وه او خپلې لوړې زده کړې یی د کابل په هوايي پوهنتون کې پای ته رسولی  او دوخت دوسله وال پوځ یو له زړه ورو اوسرشندونکو افسرانوڅخه وه .

 

      شهید څمکنی  دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند دیوه  فعال کادر په توګه  دخپل ژوند زیاته برخه دافغانستان خلکو ته دخدمت په لار کی وقف کړی او دژوند ترپایه دغه هوډ ته وفادار پاتی شو . نومو ړی د پکتيا ولايت د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو د مشر په توگه دندې ترسره کړې دي .  او دپکتیاولایت  دیوه  پيژندل شوی مشر په توګه او په خلکو کی دمحبوبیت په وجه  په بېړنۍ لويه جرگه او د اساسي قانون په لويه جرگه کې د څمکنيو د خلکو د استازي په توگه گډون درلود .

 

     ښاغلی څمکنی  تیرکال په کابل کی  دافغانستان دملی ، مترقی او دموکرات ځواکونو په لویه غونډه کی چه دافغانستان ددموکراسی او پرمختیا دفراګیر غورځنګ په بلنه جوړ شوی وه ګډون درلود او وینا وکړه چه د غونډې دګډون کونکو له خواه په ګرمۍ سره استقبال شوه .

 

      مشعل اوتول مشعل داران د ګران ملګری شهید څمکنی دشهادت  په غم کې ځان شریک بولی او  دده درنی کورنۍ او خپلوانو ته دزړه له کومی تسلیت وایی .

 

روح دی یی ښاد وی او یاد یی تل وی .

 


April 28th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها